شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د ترکمنستان سفیر د افغانستان د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر بنسټ د وارداتی برښنا د قرارداد د تمدید ډاډ ورکړی.
د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتی دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره کتلی او د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام او له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو د پروګرام په اړه یې خبرې کړې دی.
په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر افغانستان ته د برښنا د واردولو د قرارداد تمدید لپاره د خپل هېواد د چمتووالی ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد همکاری به په ځانګړی ډول د جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژو د پلی کولو په برخه کې همکاری وکړی.
گهیځ