شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: د سوالګرو راټولولو کمېټې د کار له پیله تر دا مهاله په پلازمېنې کابل ښار کې له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره او ۲۶۲ تنه سوالګر را ټول کړی دی.
د باختر دولتی خبری اژانس د رپوټ پر بنسټ، د را ټول کړی شویو سوالګرو له ډلې ۱۰ ۱۴۵ یې مېرمنې دی، چې تر ارزونې وروسته یې ۳زره ۹۰۸ مستحقې او پاتې ۶ زره ۲۳۷ یې مسلکی سوالګرې وې.
سرچینه وایی، چې د دې تر څنګ یې ۱ زرو ۵۷۷ نارینه سوالګر هم را ټول کړی، چې تر ارزونې وورسته یې ۵۶۲ مستحق او پاتی نور یې حرفوی سوالګر بلل شوی دی.
په راټول کړل شویو ۱۷ زره ۲۶۲ کسانو کې ۵ زره ۵۴۰ ماشومان هم شامل دی، چې تر ارزونې وروسته یې ۲ زره ۲۳۰ مستحق، ۳ زره ۲۵۰ حرفوی او ۶۰ تنه نور یې بې سرپرسته ماشومان دی.
هېره دې نه وی، چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوری روزنتون ته داخلېږی او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زیمنه هم برابرېږی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډېر عمر مستحقو سوالګرو ته د حکومت له بودیجې په میاشتنی ډول معاش ټاکل کېږی.
گهیځ