بهرنیو چارو وزارت وایی د اسلامی همکاریو سازمان په کابل کې ډېر ژر د دفتر پرانستو ډاډ ورکړی

یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت او ور سره مل پلاوی یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره ولیدل.
کابل ته د اسلامی همکاریو سازمان په راغلی پلاوی کې د دغه سازمان سیاسی مرستیال یوسف بن محمد الضبیعی هم شامل دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدلقهار بلخی د دې لیدنې په تړاو په ټویټ پیغامونو کې د علی بخیت له قوله ویلی چې د دغه سفر موخه یې “د افغانستان په اړه د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډو د پرېکړې تطبیق او کابل کې د دغه سازمان د دفتر پرانسته ده”.
ښاغلی بخیت او ور سره پلاوی یې ژمنه کړې، چې ډېر ژر به له دغې لارې د افغانستان له خلکو سره بشرپاله مرستې پیل کړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغان وګړو ته د مرستو په رسولو کې اسانتیاوو د رامنځ ته کولو پر ژمنې سربېره د یاد سازمان غړی هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې له لارې د متقابلې ګټې فرصتونو ته هم بللې دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې “دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامی همکاریو سازمان له خوا د نړیوال اسلامی پوهنتون د جوړېدو او ۲۰۲۴م کال لپاره د اسلامی هېوادونو فرهنګی پایتخت په توګه د کابل د انتخابېدو بهیر د بیا پیل د اړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.”
د یادونې وړ ده چې د تېر کال ډسمبر میاشت اسلام آباد کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه جوړه شوې وه چې له افغانستان سره د مرستو ژمنه پکې وشوه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.