د مصر په نیل سیند کې د بس د ډوبیدو له امله د مړو شویو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شو

یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: د مصری رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په شمال الدقهلیه ولایت کې نیل سیند ته د یوه مسافر وړونکی بس د لوېدو له امله د قربانیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.
په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور زخمیان شوی دی.
د مصر “اخبارالیوم” ورځپاڼې مخکې خبر ورکړی و چې یو مسافر وړونکی بس د تخنیکی ستونزو له امله له الدقهلیه ولایت څخه تېرېدونکی نیل سیند کې لوېدلی دی.
مصر په منځنی ختیځ کې د وژونکو تصادفی پیښو له مخې لومړی ځای لری، چې د سړکونو خراب حالت او د موټر چلوونکو تېروتنې یې تر ټولو ستر لامل بلل کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.