د حاکم نظام مشرتابه خپلو قاضیانو ته د حد جاری کېدو او قصاص پلی کولو حکم کړی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: په افغانستان کې د حاکم نظام مشرتابه ملا هبت الله اخوند زاده خپلو قاضیانو ته پر هغو کسانو د حد جاری کولو او قصاصولو حکم کړی، چې ټول شریعی شرایط یې پوره کړی وی.
د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې شیخ هبت الله دا څرګندونې کندهار ولایت کې له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره دلیدنې پر مهال کړې دی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټویټر لیکلی، چې نوموړی په یوه غونډه کې قاضیانو ته ویلی “دا د شریعت حکم او د ده امر دی، چې عملی کول یې واجب دی.”
ملا هبت الله ویلی، د غلو، انسان تښتونکو او فتنه‌ګرو دوسیې دې په ښه ډول وڅېړل شی او هغه کسان چې د حد او قصاص شرایط یې پوره شوی وی، باید قصاص او حد پرې جاری شی.
دا نه ده واضحه شوې، چې له فتنه ګرو د دوی موخه څوک او کومو فتنو ته لمن وهونکی یاد شوی دی.
د سرپرست حکومت ویاندویان په دې وروستیو کې د بېلابېلو برخو چارواکو سره د خپل مشر د لیدنو خبر ورکوی او په ښکاره دا ناستې کندهار کې د ملا هبت الله اخوند زاده د اوسېدو په اصلی مرکز کې کیږی.
که څه هم دوی وخت نا وخت نوموړی ته منسوب غږونه خپاره کړی، خو تر اوسه د دغو ناستو کوم انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.