لسګونه افراطی یهودیانو پر الاقصی جومات یرغل کړی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: په اشغال شوی قدس کې د یهودی مېشتو ښارګوټو لسګونه افراطی یهودیانو پر الاقصی جومات یرغل ور وړی.
په اشغال شوی قدس کې د اسلامی اوقافو ادارې خبر ورکړی، چې د یهودی مېشت ښارګوټو لسګونه اوسېدونکی د الاقصی جومات ننوتی او د دغه جومات سپکاوی یې کړی دی.
د فلسطین رسمی خبری اژانس وفا ویلی، چې دغه افراطی یهودیان د قدس د المغاربه له دروازې د اسراییلی صهیونیسټی رژیم د ملېشې په مرسته الاقصی ته ننوتلی او هلته یې پارونکې کړنې تر سره کړی دی.
د اسراییلی ملېشې په مرسته الاقصی جومات ته د یهودیانو ننوتل او د دغه سپیڅلی ځای سپکاوی اوس نژدې په ورځینۍ چاره بدل شوی دی.
اسرییلی رژیم د دې لپاره چې دغه جومات د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ د وخت او مکان له مخې ووېشی، دغسې احساسات پارونکی کارونه کوی.
د قدس ښار د اسلامی اوقافو اداره چې د اردن د اوقافو وزارت پورې تړاو لری د یهودیانو دا چاره غندلې او د دغو حرکاتو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.