امریکا په شرایطو پوره افغان کډوالو د ورتګ لپاره ځانګړې انټرنېټ پاڼه پرانیستله

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمی ویب سایټ کې “د افغان کورنیو د یو ځای کولو ” تر نامه لاندې ځانګړې پاڼه پرانیستې ده چې پر مټ یې په دغه هېواد کې مېشت افغانان کولی شی، د خپلې کورنۍ غړی امریکا ته ور وغواړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو او په امریکا کې د مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د سرچینې په حواله، لا هم یو شمېر افغانان چې د دغو پروګرامونو شرایط پوره کولی شی، له ستونزو سره مخامخ دی.
د راپور له مخې، د دې ځانګړې پاڼې د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې تر دې دمه له یوه بله جلا دی.
په پاڼه کې، په متحده ایالتونو کې مېشتو د امریکا د تابعیت لرونکو افغانانو، د دایمی استوګنې کارت لرونکو او د لنډمهاله بشردوستانه اقامت لرونکو ته لارښوونه شوې چې څنګه کولی شی له خپلو عزیزانو سره یوځای شی.
هغو افغانانو چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV) له لارې د متحده ایالتونو د دایمی استوګنې کارتونه ترلاسه کړی، مېړه یا مېرمن او هغه اولادونه یې چې عمرونه یې د ۲۱ کلونو څخه کم وی، امریکا ته د کډوالۍ وړ ګڼل کېږی.
همدارنګه، هغه افغانان چې په متحده ایالتونو کې د کډوالۍ یا سیاسی پناه قضیه لری، کولی شی خپل مېړه یا مېرمن او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکی ناواده شوی اولادونو ته متحده ایالتونو ته د راتلو بلنه ورکړی.
د تېر کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو له وتلو ، د ا.ا له بیا واکمنېدو او په کابل کې د امریکا د سفارت تر تړل کېدو وروسته، امریکا ته د کډوالۍ په شرایطو برابر یو شمېر افغانان په کابل کې د امریکا د قونسلی خدمتونو د نشتوالی له امله له ستونزو سره مخامخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د دغو افغانانو د درخواستونو د چټک پروسس لپاره به اسانتیاوې برابرې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.