سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د لغمان ځایی حکومتی چارواکی وایی، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یو کور د چت غورځېدو په پېښه کې درې کسان مړه او یو بل ټپی شوی دی.
چارواکو رسنیو ته ویلی چې دا پېښه پرون دوشنبه د لړم پر ۲۳مه د شپې لخوا په «منګوی» سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې مړه او ژوبل شوی کسان د یوې کورنۍ غړی بلل شوې دی.
ویل کېږی چې د دې کوټې چت د ډېرو اورښتونو له امله وروست او نړېدلی، چې د یوې ښځې په ګډون دوو هلکانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، په پېښه کې یوه نجلۍ ټپی شوې، چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوې ده.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعی پېښو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی.
گهیځ