پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: په روسیه کې د “مسکو فارمټ ” په نامه غونډه کې تر ډېره د افغانستان پر امنیتی وضعیت خبرې شوې او د وسله والو ډلو د شتون له امله د دغه هېواد امنیتی وضعیت خراب بلل شوی دی.
دا غونډه پرون چهارشنبه د لړم پر ۲۵مه (نومبر ۱۶) په مسکو کې جوړه شوې چې د پاکستان او ایران په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و خو له افغانستانه استازی نه وو ور بلل شوی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایی، د مسکو په غونډه کې د دې لپاره افغان چارواکو ته بلنه نه وه ورکړل شوې چې دوی ټولګډونه حکومت نه دی جوړ کړی.
ضمیر کابلوف وویل، روسیه په افغانستان کې د حاکم نظام د چارواکو له دې ادعا سره موافقه نه ده چې د دوی حکومت پراخ بنسټه دی.
د روسی رسنیو د خبر له مخې، روسی چارواکو د سیمه ییزو هېوادونو د افغانستان په اړه په دغې مشورتی غونډه کې د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د وسله والو پر موجودیت اندېښنه ښوولې او همداراز یې طالبان په دغه هېواد کې د یو ټولګډونه حکومت په جوړېدو کې پاتې بللی دی.
ټاس خبری آژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی “ضمیر کابلوف” له قوله لیکلی چې د اقتصادی ستونزو، له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره د مبارزې به برخه کې د ا.ا د مشرانو هڅې د ستایلو دی، خو په وینا یې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د مسکو فارمټ په غونډې کې ګډون کوونکو هیوادونو د ا.ا له چارواکو وغوښتل چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړی، د نجونو ښوونځی پرانیزی او اجازه ور نه کړی چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږی.
د مسکو په پرونۍ غونډه کې له افغان استازو پرته د کوربه هېواد ترڅنګ د چین، ترکیې، هند، متحد عربی اماراتو، سعودی عربستان، قطر، اوزبیکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ایران او پاکستان استازیو برخه واخیسته.
بلخوا په افغانستان کې د حاکم نظام چارواکی بیا تر دې مشورتی غونډې مخکې ویلی وو چې دا غونډه د دوی د استازو له ګډون پرته نیمګړې ده.
گهیځ