پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: په یهودی مېشت ښارګوټو کې د درې تنو له وژل کېدو وروسته اسراییلی صهیونیسټی پوځ په لویدیځه غاړه کې د تیار سۍ په حالت کې دی.
اسراییلی رژیم په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې خپلو ځواکونو او امنیتی بنسټونو ته د ۷۲ ساعتونو لپاره د تیار سۍ امر کړی.
بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د روان کال له پیله تر اوسه په غزه، لویدیځه غاړه او قدس کې ۱۹۸ ملکی فلسطینیانو د اسراییلی رژیم ملېشو په ډزو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ یوه کس د چاقو په ګوزارونو د لویدیځې غاړې په آریل سیمه کې د یهودی مېشتو ښارګوټو درې اسراییلی اوسېدونکی وژلی او درې نور ژوبل شوی دی.
له دې پېښې سملاسی وروسته د اسراییلو پوځ خبر ورکړ، چې تورن کس غوښتل له سیمې و تښتی خو د دوی د رژیم ملېشو نیولی او وژلی یې دی.
گهیځ