پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وایی، دغه هیواد تازه له پاکستان څخه کاناډا ته ۳۲۴ افغان کډوال لیږدولی دی.
د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر “شان فریزر ” پرون چهارشنبه د لړم پر ۲۵مه ویلی چې ۳۲۴ افغان کډوال د یوې ځانګړې الوتنې په ترڅ کې له پاکستان څخه کاناډا ته انتقال شوی دی.
د فریزر په وینا، کاناډا اوسمهال د ۲۴ زره افغان اتباعو کوربه دى.
شان فریزر دا هم ویلی، چې دوی تر اوسه یوازې له پاکستان څخه کاناډا ته ۱۹ ځانګړی الوتنې کړې دی.
نوموړی د کاناډا د کډوالۍ پروګرام ته په اشارې سره ویلی چې د ۴۰ زره افغان اتباعو منلو ته به دوام ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا په ګډون ګڼشمېر هېوادونو تر دې دمه له افغانستانه لسګونه زره له خطر سره مخ افغانان ایستلی دی.
پر دې سربېره له څه باندې یو کال راهیسې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په غیرقانونی لارو د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.
گهیځ