افغان حکومت له پاکستانه غوښتی چې د درملنې لپاره ناروغه افغانانو ته د تګ اجازه ورکړی

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: افغان چارواکی له پاکستانه وغوښتل چې د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره افغانان خپلې خاورې ته ورپرېږدی او پر پوله د ښځینه و د تلاشۍ لپاره ښځینه کارکوونکې وګماری.
د افغانستان د ا.ا د رییس الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړی چې د درملنې لپاره یا د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته ځی.
د سپین بولدک-چمن لار پاکستان وروسته له هغې وتړله چې تېره یکشنبه هلته نښته وشوه چې په ترڅ کې یې یو پاکستانی سرتېری ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
تر دې پېښې وروسته په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ مرستیال عبدالحیمد زهری وویل چې تر هغو به دا لاره بنده وی چې د پاکستانی سرتیری قاتل نه وی ورسپارل شوی.
افغان چارواکو د دې پېښې د څېړنې لپاره د دوشنبې په ورځ یو پلاوی وټاکه خو تر اوسه د دې پلاوی د کار پایله نه‌ ده په ډاګه شوې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.