پاکستان: په یوازې ځان د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژنو

شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې حکومت یې په افغانستان کې د حاکم نظام د رسمیت پېژندو لپاره ګام نشی پورته کولی.
پاکستانی رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلی، چې بلاول بوټو زرداری دا څرګندونې جمعه (د لړم ۲۷مه) یوې غونډې ته د خپل حکومت د بهرنۍ شپږ میاشتینۍ پالیسۍ د ارزونې پر مهال کړی.
په افغانستان کې د اوسنی حکومت له واک ته رسېدو ۱۵ میاشتې اوړی خو هیڅ کوم هېواد د دغه حکومت په رسمیت پېژندو ته نه دی حاضر شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند محمد نعیم ویلی و، چې د ا.ا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د دوی هڅې دوام لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.