شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د بشری حقونو د څار سازمان له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د اجباری ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې.
دغه بنسټ په خپل تازه خپور شوی رپوټ کې پر ترکیې غږ کړی، چې په سم لاسی ډول دې د پناه غوښتونکو د جبری ایستلو مخنیوی وکړی.
د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن بېګاه ناوخته په دې اړه په یوه مرکه کې وویل، چې ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبری ایستلو مخه ونیول شی.
مېرمن ګاسمن ویلی، که څه هم ترکیه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو لوړ شمېر لری خو بیا هم له خپلو پولو د افغانانو شړلو یا هم په الوتنو کې افغانستان ته د افغانانو اجباری ایستلو ته یې دوام ورکړی دی.
د هغه راپور له مخې چې پرون د بشری حقونو د څار سازمان خپور کړی ترکیې ویلی، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې په ټوله کې ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پناه غوښتونکی شړلی دی.
د بشری حقونو د څار سازمان په وینا، ترکیه بې له دې چې د افغانانو اندېښمنوونکی غږونه واوری، دوی جبراً له خپلې خاورې باسی.
افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې پر چلند دغه راپور «هېڅوک نه پوښتی چې ولې له افغانستانه ووتم» تر نامه لاندې خپور شوی دی.
د راپور په یوه برخه کې راغلی، ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر چټک کړی، چې د تېر کال پرتله ۱۵۰ سلنه زیات شوی دی.
د راپور بله برخه وایی، چې افغان پناه غوښتونکی په ترکیه کې نه شی کولی د خوندیتوب لپاره په نړیوالو ادارو کې ځانونه ثبت کړی.
په راپور کې دا هم ویل شوی، چې ځوان نارینه او هلکان چې د کورنیو له ښځینه غړو پرته سفرونه کوی، د ترکی چارواکو له وهل ټکولو او ځورونې سره مخامخ شوی یا هم د دغسې پېښو شاهدان وو.
یاد سازمان وایی، پر افغانستان د ا.ا د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، له هېڅ هغه افغان سره چې د کورنۍ ښځینه غړې ورسره نه وې او ترکیې ته تللی، د ترکیې د کډوالۍ ولایتی ادارو له خوا ور سره خبرې نه دی شوی او د پناه غوښتنلیک یې هم نه دی منل شوی.
دا په داسې حال کې ده د بشری حقونو د څار سازمان پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د پناه غوښتونکو اجباری ایستلو لړۍ ته دې د پای ټکی کېږی، چې په وینا یې دا د بشری حقونو د معیارونو خلاف کار دی.
گهیځ