قطر غواړی د سوری زړه په ناروغۍ د اخته لسګونه افغان ماشومانو درملنه وکړی

شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د قطر هېواد په پلازمېنه کابل کې د سوری زړه پر ناروغۍ د ۱۶۹ اخته ماشومانو د درملنې لګښت پر غاړه اخلی.
د افغانی سرې میاشتې عمومی سرپرست رئیس مولوی مطیع الحق خالص په کابل کې د قطر له شارژدافیر عبدالله محمد الحبابی سره کتلی او په راتلونکی ژمی کې له افغانانو سره د مرستې پر موضوع یې سربېره د سوری زړه پر ناوغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه یې ور سره خبرې کړی.
د باختر دولتی خبری اژانس د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د قطر هېواد شارژدافیر ژمنه کړې، چې قطر او یا کابل کې به د افغانی سرې میاشتې له لارې د سوری زړه د ناروغانو په درملنه کې مرسته کوی.
محمد الحبابی ویلی، چې په کابل کې د افغانې سرې میاشتې له لارې د یادې ناروغۍ په برخه کې د ۱۶۹ ناروغانو لګښت پر غاړه اخلی.
نوموړی دغه راز څرګنده کړې، چې قطر هوډ لری په راتلونکی ژمی کې له افغانانو سره د خوراکی او ژمنیو توکو مرسته وکړی.
د افغانی سرې میاشتې سرپرست عمومی رئیس مولوی مطیع الحق خالص د قطر هېواد ته ډاډ ورکړی، چې د سوری زړه ناروغۍ د درملنې په برخه کې به یې مرستې په پوره رونټیا تر اړمنو ورسوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څه موده وړاندې قطر هېواد خیریه مؤسسې په افغانستان کې د دفتر پرانیستلو او له افغانانو سره د بشری مرستو ژمنه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.