یکشبنه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر مارټین شوئپ وایی، چې افغانستان ته تللی څو په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه له خلکو او چارواکو سره خبرې وکړی.
هغه پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل چې د څو وروستیو لسیزو جګړو او اقتصادی ستونزو د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
ښاغلی شوئپ لیکلی چې خلک فقر، ناروغۍ او د خوراکی موادو له کمښته په تنګ او له روان وضعیته ستړی دی.
ملګری ملتونه وایی، چې نژدې ۱۹ میلیونه افغانان کافی خوړو ته لاس رسی نه لری او ۶ میلیونه نور د قحطۍ له خطر سره مخ دی.
خو د یادولو وړ ده، چې افغان چارواکی په افغانستان کې له فقر او بې وزلۍ سره د مخ افغانانو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو خپرې شوې شمېر ناسمې بولی.
گهیځ