یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د خبری اژانسونو د خبر له مخې د اسراییلی رژیم نوی حکومت به په هیڅ صورت د دوی پر وړاندې د فلسطینیانو د عملیاتو مخه ډب نشی کړی.
د عبرانی ژبې د ورځپاڼې پوځی خبریال ټینګار کړی، چې د صهیونیسټی رژیم نوی حکومت به د اسراییلی پوځیانو او په لویدیځه غاړه کښې یهودی مېشت ښارګوټو اوسېدونګو پر خلاف د فلسطینی مقاومت کوونکو د عملیاتو د بندولو توان ونلری .
د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د راپور له مخې، یوسی یهوشوا وویل چې په راتلونکې کابینه کې وزیران باید له داسې څرګندونو او ژمنو ډډه وکړی چې د پوره کولو توان یې نه لری.
یهوشوا دغه راز زیاته کړې، چې راتلونکی حکومت هم د هغو کارونو په اړه فکر نه شی کولی چې اوسنی حکومت د هغه لپاره کوم ګام نه دی اخیستی او نوی حکومت نشی کولی چې د فلسطینی ولس د عملیاتو مخه ونیسی.
دغه اسراییلی لیکوال او ژورنالیست ویلی، چې د اسراییلو امنیتی خدمتونه د فلسطینیانو د انفرادی عملیاتو د مخنیوی لپاره هیڅ وسیله نه لری.
گهیځ