یکشنبه، د لړم ۲۹مه
د سپین بولدک او چمن لارې د خلاصولو لپاره ناسته کېږی
یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان چارواکی سبا دوشنبه د سپین بولدک ـ چمن لویې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې وکړی.
دا خبره پاکستانۍ ډان ورڅپاڼې
د یو شمېر سرچینو په حواله کړې او ویلی یې دی چې دواړه لوری به په سرحدی سیمو کې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو لپاره پر یو ګډ میکانیزم بحث وکړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې به د سپین بولدک او چمن په لار کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنه او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د ښځینه پولیسو د ګمارل کېدو په اړه خبرې وشی.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د یو پاکستانی افسر د وژل کېدو له کبله د سپین بولدک او چمن لویه لار د نامعلوم وخت لپاره وتړل شوه.
پاکستانی لوری دروازه د دې لپاره وتړله، چې افغان حکومت دې د دوی د افسر قاتل ورتسلیم کړی، چې د افغانستان له خاورې پرې ډزې شوې وې خو افغان لوری بیا دغه نښته د ناسمې پوهېدنې له امله وبلله او ویې ویل، چې د پېښې د اصلی لامل په اړه به څېړنې وکړی.
د یادولو وړ ده، چې پاکستان تل د افغانستان د تازه مېوو د رسېدو پر وخت د یوې او بلې پلمې له مخې دغه هېواد سره د افغانستان لارې تړی او دېخوا د افغان سوداګرو په ټنونو خوارکی توکی او تازه مېوې ورستې شی چې له امله یې ګڼ زیانونه ورواوړی.
گهیځ