د سپین بولدک-چمن لار به سره له ننه بېرته خلاصه شی

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د قندهار ځایی چارواکو ویلی، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سپین بولد-چمن لاره نن بېرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شی.
دا خبره د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست ملا عبدالشکور حقانی تېره ورځ (یکشنبه، د لړم ۲۹مه) وکړه او ویې ویل، چې دا ژمنه مقابل لوری له دوه ځل پرلپسې ناستو وروسته کړې ده.
ښاغلی حقانی ویلی، که پاکستانی لوری کومه ستونزه جوړه نه کړی دغه لار به دوشنبه (نن) بېرته خلاصه شی.
دغه لار تېره اونۍ وروسته له هغې وتړل شوه، چې د پاکستانی چارواکو په وینا د افغانستان له خاورې یې پر پوځیانو ډزې وشوې، چې له امله یې یو افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شول.
پاکستان ټینګار کاوه، چې د سپین بولد-چمن لار تر هغې نه پرانېزی تر څو چې د دوی د افسر قاتل نه وی ور سپارل شوی.
ګمان کېږی، چې د دغې لارې په تړل کېدو سره به افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.