دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د رییس الوزراء اقتصادی مرستیال څرګنده کړې، چین په افغانستان کې تخریبی پلان او یا له غرضه ډکه سیاسی برنامه مخکې وړل نه غواړی او نه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوی.
ملا عبدالغنی برادر دا خبرې د چین او سوېلی اسیا هېوادونو د صادراتو او وارداتو د شپږم نندراتون په پرانیسته کې د وینا پر مهال کړی.
هغه یاد نندراتون د انلاین وینا پر مهال وویل، چې متقابل تعامل د نړۍ اقتصاد ته ګټه رسوی او په خیره یې افغانستان د سویلی او مرکزی اسیا د نښلولو لپاره د نقطې په توګه بشپړ چمتووالی لری.
هغه په دې اړه وویل، چې د افغانستان په پولو کې د سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزېټ لپاره مناسبه فضا برابره او امکانات هم شتون لری.
نوموړی په افغانسان کې د امنیت ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدل هغه موارد ښودلی چې له مخې یې اوس افغانستان د پانګونې، سیمه ییز اتصال او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره چمتو شوی دی.
برادر زیاتوی چې د متقابل تعامل پر بنسټ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا به د نړۍ د اقتصاد لپاره ګټوره وی.
د چین او سویلی اسیا هېوادونو په شپږم صادراتی او وارداتی نندارتون کې نهه افغانی شرکتونو خپل توکی نندارې ته وړاندې کړې دی.
گهیځ