متقی پر افغانستان د نړیوالو فشارونه بې ګټې وبلل

دوشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره لیدلی او د بشری مرستو، امنیت، پراختیایی همکاریو او ځینې سیاسی موضوعاتو په اړه یې ور سره خبرې کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې په دې لیدنه کې د ناروې شارژدافیر په افغانستان کی د تېر په پرتله د ښه امنیت تایید وکړ او وې ویل چې اوس بشری مرستې تر لرې پرتو سیمو په ښه ډول رسېدای شی.
نوموړی دغه راز ویلی چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوی ډیپلوماټان معرفی کړی دی چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ولوبوی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی ویلی چې په افغانستان کې له لسیزو وروسته سرتاسری امنیت ټینګ شوی او په وینا یې، د پخوا په ډول اوس افغانان د چاپو او بمباریو له امله نه وژل کیږی او نه هم بېځایه کیږی.
نوموړی ویلی تاریخ ښودلې چې، په افغانستان د فشارنو کارول ګټه نه لری او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لارې پر مخ ولاړ شو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.