پاکستان د نا ثبت شویو افغان کډوالو نوم لیکنه پیلوی

اسلام آباد-ګهیځ نیوز(د لیندۍ دوهمه۱۴۰۱):
پاکستان د هغو افغان کډوالو نوم لیکنه پیلوی چې په هغه ملک کې اوسی خو له حکومت سره ثبت او رجسټر نه دی.
د دغه هېواد په مرکزی کابینه کې د سرحدی چارو وزیر طلحه محمود وایی چې دوی غواړی په پاکستان کې د مېشتو ثبت شویو افغان کورنیو د غیر ثبت شویو غړیو نوم ثبتولو لړۍپیل کړی.
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې د لړم په دېرشمه د پاکستان په پارلمان یا نیشنل اسمبلۍ کې هم په همدې موضوع باندې بحث شوی دی او د راپورونو له مخې وزیر طلحه محمود د پارلمان وکیلانو ته وویل چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۱.۲ میلیون (۱۲۸۲۹۶۳) داسې افغان کډوال اوسېږی چې ثبت او راجسټر دی.
هغه زیاته کړه چې د نوم لیکنې په نوی کمپاین کې به د ۵۶۹۰۹ راجسټر شویو افغان کورنیو د غیر راجسټر شویو غړیو نومونه هم لیکل کېږی.
خو نوموړی پاکستانی وزیر ونه ویل چې په پاکستان کې څومره نا ثبت شوی افغان کډوال اوسېږی، خو دا خبره یې وکړه چې د دوی حکومت پلان لری تر څو دا معلومات ترلاسه کړی چې په پاکستان کې څومره افغانان ژوند کوی او په افغانستان کې د طالبانو د واک تر بېرته راګرځېدو وروسته څومره بېرته خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
که څه هم په کابل کې د حکومت د کډوالو وزارت وایی‌ چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی، خو دقیق ارقام یې نشته.
داسې راپورونه هم شته چې د اسلامی امارت له بیا واکمن کېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواد څخه ووتل چې له هغوی نه یو شمېر یې په پاکستان کې مېشت شول.
د پاکستان حکومت داسې مهال د نا ثبت شویو افغانانو د نوم لیکنې د پیل خبره کوی چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستانی پولیسو له لوری له افغان کډوالو سره د بد چلند خورا زیات راپورونه او انځورونه خپاره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.