۱۰۲ ټنه بې کیفته خوراکی توکی له منځه یوړل شول

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ درېیمه ۱۴۰۱):
د عامې روغتیا وزارت چارواکی وایی چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې شا او خوا ۱۰۲ ټنه بې کیفته خوراکی مواد راټول کړی او د ښار په یوه لیرې پرته او غیر مسکونی سیمه کې خښ کړل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ساری ناروغیو د مخنیوی او کنټرول عمومی رییس ډاکتر حیدر خان حیدر، وایی چې شرکتونه او دوکانداران باید د تاریخ تېرو خوراکی موادو له ساتلو څخه ډډه وکړی او د کابل ښار د اوسیدونکو څخه یې و غوښتل تر څو د خوراکی مواد اخیستلو پر مهال د هغې تولید او انقضاء نیټو ته پام وکړی.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت چاپیریال ساتنې رییس ډاکتر شفیق الله فیضی هم د ډاکتر حیدر خان حیدر د خبرو به تأیید سره وویل چې که کوم شرکت تاریخ تېری خوراکی مواد را وارد کړی نو د قانون مطابق چلند به ورسره وشی.
په تېر جمهوریت کې به هم هر مهال داسې کېدل چې حکومتی ادارو به تر تفتیش او څارنې وروسته، تاریخ تېر شوی یا بې کیفیته خوراکی مواد او درمل له بېلابېلو بازارونو را ټولول او بیا به یې یا خښول او یا به یې په یوه لیری پرته سیمه کې ورته اور اچولو.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.