ګهیځ نیوز:
د پکتیا محلي مسؤولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د «خرلاڅي» دروازه نن بېرته پرانېستل شوه.
د پکتیا د والي ویاند عبدالقدیر احمدي وایي چې نن دوشنبه د لیندۍ اوومه له پاکستان سره د خرلاڅي دروازه د هر ډول بار وړونکو موټرو او مسافرو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1