کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ لسمه ۱۴۰۱):
د امریکا غږ اشنا راډیو ویب پاڼې لیکلی دی چې د افغانستان حکومت د دوی او آزادۍ راډیو پر خپرونو بندیز لګولی دی.
ځینو رسنیو د افغان حکومت د چارواکو له خولې ویلی دی چې په افغانستان کې دننه یې د امریکا غږ او آزادې اروپا/آزادی راډیو خپرونې، چې په متوسطه څپو او اف ام کې خپرېدلې، بندې کړی دی.
ویل کېږی چې د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونې په اساس په افغانستان کې دننه به د امریکا غږ خپرونې د ډسمبر د میاشتې له اولې نېټې ( د قوس له لسمې ) څخه وروسته بندیږی، خو د دغې پرېکړې په اړه نور جزیات په لاس کې نشته.
امریکا غږ راډیو، تر دې دمه، د اف ام د ۱۵ څپو او دوه متوسطه څپو له لارې په افغانستان کې دننه د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته یې پښتو او شپږ ساعته یې دری وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ