نو ښار کې TTP درې پاکستانی افسران وژلی

کابل ـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):
د ځایی پولیسو یوه مشر محمدعلی کنډه پور رویټرز خبری اژانس ته ویلی، برید تېر ماښام هغه مهال شوی دی، چې د پولیسو یو موټر د “اکوړه خټک” سیمه کې ګزمه کوله، چې دوه وسله والو پرې ډزې کړی دی، چې درې پولیس افسرانو پکې خپل ژوند بایللی دی.
له برید څو دقیقې وروسته د “تحریک طالبان پاکستان” ډلې د برید مسؤولیت منلی دی، دوی څو ورځې وړاندې له پاکستانی حکومت سره اوربند ختم کړ او له هغې راورسته یې بریدونو ته زور ورکړی دی، چې ګڼ پاکستانی نظامیان یې وژلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.