د افغانستان دفاع وزیر اماراتو کې له یو شمېر افغانانو سره کتلی

کابل-گهیځ نیوز ( د قوس/لیندۍ ۱۴)
له دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ملا محمد یعقوب مجاهد دغه لیدنه کې د ټولو افغانانو ترمنځ پر زغم، اتحاد او یووالی ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له قوله ویل شوی چې ملا محمد یعقوب ټولو قومونو ته په افغان سیاست کې په برخې ورکولو ټینګار کړی او هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې یې اورېدلی دی.
دفاع وزیر زیاته کړې، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی که هغه دننه په هېواد کې وی او که بهر، باید په افغانستان کې پانګونه وکړی. نوموړی ویلی، د ټولو ستونزو د هوارولو لپاره تر خپل وسه هڅې کوی او له ټولو افغانانو هیله کوی چی تر اسلام وروسته وطن ته ترجیح ورکړی. که له وطن سره لیونۍ مینه ونه لری او هر یو خپل مسؤولیت ونه ګڼی دا وطن نه جوړیږی.
نوموړی په دې وینا کې په سرپرست حکومت کې د ټولو افغانانو پر ګډون هم ټینکار کړی دی.
په ورته وخت کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړیی استازی ټام ویسټ هم اماراتو ته په سفر ورغلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.