کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۵):
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلی، په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ایران ته د پنځه میلیونه ډالرو صادرات او د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو واردات کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ایران ته د افغانستان اکثره صادرات وچه مېوه او پنبه ده، خو له ایران څخه بیا د ۳۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تېل او خوراکی توکی افغانستان ته وارد شوی دی.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت په داسې مهال ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د ډېرښت خبره کوی چې تېره ورځ بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی وو چې امیرخان متقی کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوی سره په یوه کتنه کې د اقتصادی راکړې ورکړې پر ډېښت ټینګار وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ