کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۵):
په روسیه کې د شوې یوې نظرپوښتنې پایلو څرګنده کړې چې یوازې ۲۵ سلنه روسان په اوکراین کې د جګړې پلویان دی او پاتې ۷۵ د دغې جګړې د دوام پۀ اړه منفی نظر لری.
اسوشیټیډ پرېس خبری اژانس په یوه راپور کې ویلی، دا نظر پوښتنه پر اوکراین د روسیې د برید په لسمه میاشت شوې او پایلې یې د مدوزا په نوم د روسیې یوې خپلواکۍ ورځپاڼې ته رسېدلی دی. دغه نظر پوښتنه د کریملین ماڼۍ په پټې غوښتنې سره شوې ده. په نظر پوښتنه کې ۵۵ سلنه روسانو ویلی چې اوکراین کې روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسول شی. تر دې وړاندې د لیوادا په نوم یوه روسی څیړنیز مرکز هم د اوکراین د جګړې په اړه نظرپوښتنه کړې وه، چې هغې نظر پوښتنه کې ۵۳ سلنه روسانو د جګړې پای ته رسېدل غوښتی وو.
د روسیې رسمی حکومتی سرچینو تر دا دمه د دغې نظر پوښتنې پۀ غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ