متحده عربی اماراتو له افغانستان سره په ګډو همکاریو ټینګار کړی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۶):
د افغانستان دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد متحده عربی اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د اماراتو له امیر سره تر لیدنې وروسته د متحده عربی اماراتو د حکومت له مرستیال او د دبۍ له واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره کتلی دی.
په دغه کتنه کې د افغانستان او متحده عربی اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګرو لپاره د سوداګریزو خدمتونو د اسانتیاو په برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې کړی.
د متحده عربی اماراتو دولتی اژانس د خبر لۀ مخې په دغه لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاریو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوی.
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د خپل سفر پۀ ترڅ کې له هنده متحده عربی اماراتو ته سفر وکړی او هلته د افغانستان په اړه له یو شمېر چارواکو سره وګوری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.