کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۷):
د نورستان د امنیې قوماندانۍ چارواکی وایی، پولیسو ته د یونیفورم د ویشلو لړۍ یې په یو لړ مراسمو سره پرانیستې ده.
د نورستان والی مراسمو ته په وینا کې د پولیسو په لیکو کې د نظم پر لا ډیر ټینګښت ټینګار کړی دی.
نوموړی ویلی، پولیس باید د دندو پر مهال د خپلو قوماندانانو بشپړ اطاعت وکړی او په خپلو لیکو کې د یووالی او اتحاد خیال وساتی.
تر دې وړاندې کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر پولیسو ځانګړی یونیفورمه وېشل شوی وو.
له حکومتی مسؤولینو د ډېری افغانانو غوښتنه همدا ده چې له عادی وګړو سره د نظامیانو او پولیسو د توپیر او پېژندنې لپاره دې ټول هېواد کې نظامی اشخاص په ځانګړی یونیفورم باندې ملبس شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ