کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
که څه هم حکومتی مسوولین خپل حکومت له اداری فساد څخه پاک بولی، خو د حکومت ویاند اداری فساد سره د مبارزې له نړیوالۍ ورځې سره هم مهاله ویلی، په پلان کې لری څو اداری فساد سره د مبارزې کمېسیون بېرته فعاله کړی.
د حکومت ویاند زیاته کړې چې له اداری فساد سره د مبارزې کمېسیون فعالیتونه د اقتصادی ستونزو له امله ځنډول شوی دی.
تر دې وړاندې په کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو په لوی ریاست، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اړوند پنځه بنسټونه منحل شول.
له یوه لوری د روڼتیا د نړیوال سازمان د ارزونو له مخې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې لا هم د نړۍ په کچه د اوو فاسدو هېوادونو په منځ کې دی، خو له بل پلوه یو د شمېر افغانانو په باور اوس د تېر نظام په پرتله په اداراتو کې اداری او مالی فساد کم شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!
گهیځ