د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایی، په رسنیو یې هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی:
کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۱۹):
د حکومت د اطلاعاتو او کلتور نشراتی مرستیال ویلی، چې رسنیو باندې د افغانستان د حکومت لخوا هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی.
د ده په خبره رسنۍ کولی شی چې د اسلامی اصولو په رعایت سره خپل فعالیتونه تر سره کړی.
نوموړی زیاته کړې، چې د بیان د آزادۍ شرایط د هر فرد له نظره توپیر لری او د دې آزادۍ لپاره هغه تعریف چې په لویدیځ کې دی، په یوه اسلامی هېواد کې نشی عملی کېدای.
تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې اسلامی امارت باندې یو له نیوکو همدا وه چې د بیان ازادی یې محدوده کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ