جاپان افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلی، کابل کې د چاپان مرستیال سفیر له افغانستان سره د مرستو د زیاتولو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادی پرمختګ ته د لارې هوارولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره بحثونه کوی.
د وزارت د ویاند په خبره افغانستان کې د جاپان دغه استازی د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدنه ترسره کړې ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چاپان هېواد له لوری افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستو او مثبت دیپلوماتیک تعامله مننه کړې او ورته تعامل یې د نړیوالې ټولنې لپاره د ښه خط سیر په توګه یاد کړی دی. د چاپان مرستیال سفیر تاکاشی اوکادا بیا ویلی، جاپان اراده لری چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل معیشت، معتادینو سره د تداوۍ او نورو برخو کې هم خپلو مرستو ته زیاتوالی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.