کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
تهران کې نن یکشنبه د افغان کډوالو په تړاو د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو د استازو غونډه پیلیږی. په دې څلور اړخیزه غونډه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بیا راستنېدو ارزونه کیږی.
په دغې غونډې کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوی عبدالرحمان راشد هم ګډون کړی دی.
افغان حکومت تمه ښودلې چې د تهران په څلور اړخیزه ناسته کې به افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنولو په تړاو پر یوه ګډ میکانیزم هم هوکړه وشی.
ایران او پاکستان دوه هغه ملکونه دی چې د شپږو میلیونو په شاوخوا کې افغان کډوال په کې میشت دی.
د یادولو وړ ده چې دغه څلور اړخیزه ناسته به پنځه ورځې دوام وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ