کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
کابل کې نن یکشنبه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په یوه غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال عبدالطیف نظری وویل، د نړیوالو بندیزونو، محدودیتونو او د افغانستان بانک د ارزی شتمنیو د کنګلتیا له کبله افغانستان کې د لویو پروژو بیا پیل له ستونزو سره مخ شوی.
نوموړی ویلی، چې له ټولو بندیزونو او محدودیتونو سره بیا هم اوسنی حکومت هڅه کړې چې کرنیز سیسټمونه میکانیزه کړی او د کلیوالی اقتصاد د غوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کړی.
د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړې چې له ځینو هېوادونو او نړیوالو ادارو سره یې خبرې هم روانې دی چې د بشری مرستو سربېره به له افغانستان سره په پراختیایی برخه کې هم مرستې را جلب کړی.
وړاندې تر دې یو شمېر افغان سوداګرو هم د افغان شتمنۍ پر کنکل کولو نیوکه کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ