کندهار- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۱مه ۱۴۰۱):
د ډیورند د سرحدی کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک- چمن دروازې ته نږدې د افغان او پاکستانی ځواکونو تر منځ یږ ځل بیا وسله واله نښته شوې چې په ترڅ کې یې دواړه غاړو ته ۷ کسان مړه او ۳۰ ژوبل شوی دی.
د راپورونو له مخې جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې افغان سرحدی ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړوله او پاکستانی ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
د کندهار د والی ویاند حاجی زید پدې اړه رسنیو ته ویلی دی چې د پاکستانی ځواکونو له لوری د ډزو په پایله کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بل اړخ ته د پاکستان د پوځ مطبوعاتی دفتر هم د دې پېښې په اړه په یوه خپاره شوی بیان کې افغان پوله ساتی تورن کړی چې جنګ ته یې لمن ووهله او لومړی یې د پاکستان پر خاوره د درنو وسلو؛ لکه: هاوان او توغندیو مرمۍ وتوغولې.
د پاکستان د پوځ ددې د بیان لهمخې پدې نښته کې په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوی او ۱۷ نور کسان ټپیان دی.
د پاکستان پوځ همدارنګه ویلی چې ددې پېښې په اړه یې په کابل کې د افغانستان حکومت چارواکو ته د وضعیت د خړپړتیا احوال ورکړی او غوښتی یې دی چې په راتلونکی کې د ورته پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشی.
بل اړخ ته د سیمی اوسیدونکو لویدیځوالو رسنیو ته ویلی چې ددې نښتې له امله تېره ورځ د چمن-سپین بولدک دروازه هم یو ساعت وړاندې د مسافرو پر مخ وتړل شوه او معلومه نده چې دغه دروازه به نن د مسافرو پر مخ خلاصه شی که نه؟
همدارنګه د سیمی اوسیدونکی وایی چې پاکستانی ځواکونو د هاوان مرمۍ د چمن – سپین بولدک دروازې ته له نږدې پوځی اډو توغولی او د چمن کورونه او مارکېټونه یې هدف ګرځولی.
تر دې وړاندې هم د جمن- سپین بولدک د سرحدی کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستانی سرحدی ځواکونو تر منځ نښته شوې وه چې یو پاکستانی پوځی پکې وژل شوی ؤ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ