د یمن جګړې تر اوسه ۱۱ زره ماشومان مړه او ژوبل کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۱):
ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسیف په خپل یو راپور کې ویلی، چې د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې څه باندې ۱۱ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یونسیف په خپل دغه راپور کې وړاندې ویلی، چې ښایی د وژل شویو او ټپی شویو ماشومانو دقیق شمېره تر دې هم لوړه وی.
دغه راپور کې راغلی، چې اوس مهال په دغه جګړه ځپلی ملک کې چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشری ناورین په کې روان دی، ۲.۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ هم اخته شوی دی.
د دوی په خبره پر خوارځواکۍ د دغو اخته ماشومانو له ډلې یې څلورمه برخه هغه ماشومان دی چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دی.
په یمن هېواد کې له اتو کالو راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې چې له امله یې ډېری یمنی وګړو ته د مرګ_ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ شمېر هستوګن ځایونه ویجاړ او خلک یې بې کوره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.