ناروې افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۱):
د ناروې په اسلو کې د نوبل سولې جایزې فورم تر عنوان لاندې غونډه کې د افغانستان بشری وضعیت په اړه خبرې شوی.
دغه ناسته کې د ناروې د بهرنیو چارو وزېرې اناکین هویتفیلت ویلی، که څه هم د افغانستان نوی حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دی عملی کړې، خو بیا هم دوی له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی. نوموړې زیاته کړې چې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او بشری حقونو ته نه درناوی له امله د افغانستان له نوی نظامه خفه دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې افغانانو ته ډاډ ورکړی چې دوی به افغانان یوازې پرې نه ږدی.
دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنر فلیپو ګراندی بیا ویلی، چې د افغانستان له نوی حکومت سره له تعامل پرته بله لار نشته.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.