کابل کې د چین سفارت له افغان حکومته د لا ټینګ او ډاډمن امنیت غوښتنه کړې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د چین دولتی خبری اژانس سینهوا کابل کې له پرونی برید وروسته په افغانستان کې د چین د سفارت د یوه چارواکی په حواله راپور ورکړی، چې دوی وضعیت له نږدې څاری او حالاتو ته په کتو به لازم اقدامات وکړی.
په کابل کې تېره ورځ پر یو هوټل تر برید څو ساعته وروسته د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې یاد برید د دریو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد، چې په خبره یې هېڅ کوم بهرنی اتباع ته په برید کې زیان نه دی رسېدلی.
د مجاهد په خبره یوازې دوه بهرنی مېلمانه چې ځانونه یې له پورته منزله غورځولی و، ژوبل شوی دی.
دغه برید په داسې حال کې وشو چې په کابل کې د چین سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسی مرستیال سره په کتنه کې له سرپرست حکومت څخه غوښتی و چې د دغه هېواد سفارت امنیت ته پاملرنه ډېره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.