داعش ډلې کابل کې د تېرې ورځې د برید مسؤولیت ومانه

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د اسلامی دولت یا داعش ډلې په یوه بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی ویلی، د دوی دوو وسلوالو د هوټل په دروازه کې ساتونکی باندې لاسی بم وغورځاوه او بیا یې دوه نور بمونه د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې واچول، چې د مېلمستون چینایی مېلمانه په یوه محفل کې راغونډ شوی وو.
دغې ډلې دغه راز ادعا کړې چې یو بریدګر یې د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکی مواد والوزول او د مېلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې.
دغه برید چې تېره ورځ پر یوه هوټل وشو، د ذبیح الله مجاهد په وینا فقد دوه تنه بهرنیان چې ځانونه یې له پورته پوړونو غورځولی، په کې ټپیان شوی او بل کوم بهرنی تبع ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
خو بلخوا په کابل کې د ایمرجنسی روغتون مسوولینو ویلی، چې له تېرې ورځې پېښې څخه دوی ته ۳ مړی او ۱۸ ټپیان وروړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.