کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۳ مه۱۴۰۱):
په کابل ښار کې پر چینایی وګړو د وړمې ورځې وسله وال برید د نړیوالو ډیپلوماتانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې مېرمن “کرن ډیکر” پرون په ټویټر کې ولیکل: “ګرانه ده چې په افغانستان کې پر بهرنیو وګړو د بریدونو پر لړۍ او د ډزو په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې پټې شی.”
په کابل کې د چینایی وګړو پر یوه هستوګنځی د وړمې ورځې د وسله وال برید په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت وایی چې په برید کې پنځه اتباع ټپیان شوی دی پداسې حال کې چې تر دې وړاندې د کابل ایمرجنسی روغتون ویلی و چې درې مړی او اتلس ټپیان دوی ته وروړل شوی دی.
بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی (یوناما) هم په ټویټر دا برید غندلی او ویې لیکل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د څلوېښت کلنې جګړې د کړاوونو له اوږدولو پرته بل هدف نهلری.
خو په کابل کې بیا د حکومت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ نهدی او دا ډله د افغانستان حکومت ته خنډ نهشی جوړولی.
داعش د دوشنبې ورځې تر دې برید مخکې د روان میلادی کال د ډسمبر په دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې د پاکستان شارژدافیر له دې بریده روغ ووت او یو ساتونکی یې سخت ټپی شو.
د سپټمبر په پنځمه دې ډلې په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسؤولیت هم ومانه چې په هغه برید کې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.
چین له هغو څو محدودو هېوادو څخه دی چې په افغانستان کې یې د جمهوریت تر سقوط وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پری ایښی دی خو داسې ښکاری چې تر دې برید وروسته به چین خپل ډیپلوماتان له افغانستان څخه وباسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ