کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۳):
د افغانستان د مرکزی بانک د عالی شورا غړی شاه محمد محرابی ویلی، نوی چاپ شوی بانک نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته وړاندې شی.
د ده په خبره دغه بانک نوټونه به د افغانیو پر ارزښت کوم اغېز ونه کړی.
محرابی زیاتوی، د افغانیو بانک نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ ز کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راورسېږی. بل خوا، د کابل ښار اوسېدونکی چې زړو بانک نوټونو یې ستونزې زیاتې کړی، له حکومته غواړی، چې هر څه ژر نوی چاپ شوی بانک نوټونه بازار ته راوباسی. د اقتصادی چارو شنونکی وایی، د تازه چاپ شویو بانکنوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالی اوسنۍ ستونزې هوارولای شی. تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلی، چې یو نیم میلیارد نوی چاپ شوی بانک نوټونه افغانستان ته رارسېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ