کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۳):
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وایی چې دی تمه لری چې د افغانستان اوسنی حکومت به ددې هېواد امنیت خوندی کړی.
بلاول بوټو زرداری تېره ورځ له یوه اندونیزیایی ټلوېزیون سره په مرکه کی دا خبره کړې ده.
نوموړی همدا رنګه ویلی چې هیڅوک یا هیڅ هېواد نهغواړی، چې په کور کې یې ترهګری وده وکړی او نورې نړۍ ته ترې ګواښ پېښ شی.
نوموړی ویلی: “موږ هیله من یو چې د افغانستان موقت حکومت به نه یوازې دا موضوع حل کړی، بلکې امنیت به هم برابر کړی .
د پاکستان د بهر نیو چارو وزیر وایې چې
دوی هیله من دی چې د افغانستان موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړی، بلکې امنیت به هم برابر کړی.
ښاغلی زرداری د افغان سولې په اړه د پاکستان زوړ دریځ بیا تکرار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
نوموړی افغانستان ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان حکومت د دولت د وزیرې حنا ربانی کهر وروستی سفر ته هم اشاره کړې او ویلی دی، چې دواړو لوریو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او د اقتصادی راکړې ورکړې په زیاتېدو بحثونه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی دی، چې افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډیان دی او ښه ګاونډیان به پاتې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ