ملګرو ملتونو ته له افغانستانه د نوی استازی د لېږد پرېکړه بیا ځل وځنډوله

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ته د افغانستان او میانمار څخه د نویو استازو د لېږلو پریکړه د دویم ځل لپاره وځنډول شوه.
ډیپلوماټانو ویلی چې د اوس لپاره به د دغو هېوادونو پخوانی استازی په خپلو څوکیو پاتې شی.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د جمعې په ورځ دغه راپور تصویب کړی.
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د اوسنۍ پرېکړې په اړه څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازی په توګه معرفی کړی و، چې دغه سازمان تر اوسه نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ
د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له استازو څخه ۱۹۸ غړی لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.