کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
باميانو والي وياند صبور سيغاني رسنیو ته ويلي چې یاده ټرافیکي پېښه کې درې تنه ژوبل او درې نورو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
دغه پېښه د یو سراچه ډوله او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په اوشان سیمه کې هم شوې یوې ټرافیکي پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مسوولین وایي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ډېری وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/