ملګری ملتونه د افغان حکومت پر نویو مشرانو د بندیزونو د معافیت موده یو کال نوره هم غځوی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایی، ممکن د افغان حکومت نوې واکمنۍ پر یو شمېر مشرانو، اړوندو ادارو او شرکتونو د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت د نور یوکال لپاره هم وغځول شی.
که څه هم اوسمهال د دې ډلې ماموریت پای ته رسېدلی، خو د کېدونکې پرېکړې پر اساس، کېدای شی د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډېسمبر تر ۱۷مې نېټې دوام وکړی.
دې ډلې ته دنده سپارل شوې چې د افغان حکومت پر اوسنیو مشرانو د لګېدلو بندیزونو په اړه معلومات راټول او پر ټاکلې نېټه خپل ماموریت بشپړ کړی.
د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ پرېکړه ‌لیکونو پر بنسټ د بندیزونو په لېست کې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.