کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د کاناډا د کډوالۍ وزارت ویلی، له پاکستان هېواده یې ۳۵۰ نور افغان کډوال هم منتقل کړی دی.
یاد شمېر افغان کډوال پرون په یوه ځانګړې الوتنه کې له اسلام اباده کاناډا ته لېږدول شوی چې هلته به د کلګری، اوتاوا او ټورنټو په شلو بېلابېلو ټولنو کې استوګن شی.
د کاناډا د کډوالۍ وزارت له لوری په خپاره شوی بیان کې ویل شوی چې تر دې مهاله یې له افغانستانه ۲۶ زره او ۷۳۵ افغانان چې د کاناډایی ځواکونو او ادارو پخوانی همکاران او د هغوی د کورنیو غړی وو، وېستلی او د پاتې هغو د وېستلو لپاره یې هم چټکې هڅې روانې کړې دی.
د کاناډا حکومت ویلی چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به تر ۴۰ زرو ډېر افغانان کاناډا ته ولېږدوی.
د اوسنی حکومت په راتګ سره ډېری هغه افغانان چې بهرنیانو سره بېلابېلو برخو کې همکاران و، له افغانستانه وویستل شول او دا لړۍ لا هم دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ