کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۶۹ زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
دغه اداره زیاتوی، تېره اونۍ د حېرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۶۹ زره ۱۰۳ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی. په یادو توکو کې ۱۶۵۴ ټنه توکی صادر شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
تېره اونۍ هم د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۹ زره ټنه توکی بهر ته لېږدول شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ