ملګرو ملتونو د شویو ژمنو عملی کولو په اړه د افغانستان نوی حکومت ته خبرداری ورکړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د ملګرو ملتونو سرمنشی ویلی، د افغانستان اوسنی حکومت باید له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو شویو ژمنو عمل وکړی.
انتونیو ګوترېش دا خبره د افغانستان د وضعیت، نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې کړې ده.
نوموړی د افغانستان د بشری حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلی چې، افغانستان باید د تبعیض، بې‌ عدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې خپلې ژمنې عملی کړی.
ګوترش د افغان حکومت له حاکمو چارواکو غوښتی چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم اجازه ورکړی او ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتلو او د حجاب په برخه کې پر لارښوونو بیا غور وکړی.
ګوترش دغه څرګندونې په داسې مهال کوی چې د افغانستان نوی حکومت د یو نیم کال په تېرېدو د هېڅ کوم هېواد له لوری په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.